د افغانستان اولس مشر اشرف غني وزيراعظم شاهد خاقان عباسي سره ټېليفوني تماس٬په وزيراعظم ټاكلې كېدو مباركي ترهه ګري د دواړو هېوادونو لپاره شريك خطر دے٬د سيمې سلامتيا او استحكام له به د افغانستان سره په ګډه كار كولې شي۔وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د افغانستان اولس مشر اشرف غني سره خبرې

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ7اگست2017ء) د افغانستان اولس مشر اشرف غني وزيراعظم شاهد خاقان عباسي سره ټېليفوني تماس نيولې او ده له يې په وزيراعظم ټاكلې كېدو مباركي وركړې ده ۔

د ګل په ورځ د وزيراعظم هاؤس لخوا جاري شوي بيان له مخې د افغانستان اولس مشر دا عمل په ښه ډول بشپړېدو د اطمينان څرګندونې سره ووئيل دا

په پاكستان كښې د جمهوريت لپاره يوه ښه ګام دے٬وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د افغانستان اولس مشر مننه كولو سره ووئيل ترهه ګري د دواړو هېوادونو لپاره شريك خطر دے ٬د سيمې سلامتيا او استحكام له به د افغانستان سره په ګډه كار كولې شي۔

ده ووئيل ترهه ګر زمونږ شريك دښمنان دي او دې لعنت ختمولو له په ګډه كار كولې شي۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې