په وفاقي پايه تخت اسلام آباد كښې د آزادې د جشن په لړ كښې تيارې په ښه ډول روانې دي
اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ7اگست2017ء) په وفاقي پايه تخت اسلام آباد كښې د آزادې د جشن په لړ كښې تيارې په ښه ډول روانې دي۔
د آزادې 70مه ورځ په ښه ډول لمانځلو لپاره په خلقو كښې جوش او جذبه ليدل كېږي۔ سړكونه٬ لارې كوڅې او كورونه د په قومي بېرغونو ښائسته كړې شوي دي او ځائ په ځائ د بېرغونو٬ بېجونو سټالونه لګول شوي دي۔
تعليمي ادارې هم د آزادې د جشن دستورو ته حتمي شكل وركوي۔ راډيو پاكستان هم د آزادې
د جشن په لړ كښې ځانګړي پروګرامونه تيار كړي دي۔
له بلې خوا د اسلام آباد مېټرو پولېټن كارپورېشن هم د آزادې جشن په ښه ډول لمانځلو لپاره بېلا بېلو دستورو ته حتمي شكل وركړے۔
د اګست په 14مه نېټه به په آرټس اېنډ كرافټ وېلج كښې د آزادې مېله هم كولې شي۔ په دې ورځ د آزادي سائيكل رېس پروګرام هم تيار كړے شوے۔
د اسلام آباد ميئر هدايت كړے چې د اګست د 13 او 14مې نېټې په شپه دې د آتش بازې انتظام هم وكړے شي۔