د پاك چين اقتصادي راهدارۍ پروژې ترمخه كراچۍ نه تر پېښور رېلوے اېم ون اپ ګرېډېشن كار به 2020 كښې بشپړ شي٬ كراچۍ نه تر لاهور د رېلوے دوه اړخيزه ټرېك غزولې شوې٬ اي ټكټنګ نظام معرفي كولو پشمول د رېلوے ښه والي له نور اقدامات شوي٬د پېښو مخ نيوي له د رېلوے سټېشن په غاړه باړ لګولې كېږي۔د رېلوے پارلماني سېكتر عاشق بخاري قامي اسمبلۍ ته ځواب

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 17اگست 2016ء) د رېلوے وزارت د اړخه قامي اسمبلۍ ته وئېلي شوي دي د پاك چين اقتصادي راهدارۍ پروژې ترمخه كراچۍ نه تر پېښور رېلوے اېم ون اپ ګرېډېشن كار به 2020 كښې بشپړ شي٬كراچۍ نه تر لاهور د رېلوے دوه اړخيزه ټرېك غزولې شوې٬ اي ټكټنګ نظام معرفي كولو پشمول د رېلوے ښه والي له نور اقدامات شوي٬د پیښو مخ نيوي له د رېلوے سټېشن په غاړه باړ لګولې كېږي٬دې سره به د رېلوے پھ زمكه د قبضې مخ نيوي هم وشي۔

د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې

د پوښتنو دمې پھ مهال د ساجد احمد د پوښتنې په ځواب د رېلوے پارلماني سېكتر ووئيل چې د كراچۍ نه تر پېښور سېكشن په ځينو ځايونو كښې په يو ساعت كښې په 105 يا 110 كلوميټر رفتار سره ټرين مزل كوي۔

د كراچۍ نه تر لاهور فيز به 2018 كښې بشپړ شي۔د ټول رېلوے ټريك او رېلوے سټېشنو اپ ګرېډېشن به كولې شي۔ده ووئيل پاك چين اقتصادي راهدارۍ پروژې ترمخه د اپ ګرېډېشن كار به 2020 كښې بشپړ شي۔

د سي پېك ترمخه د رېلوے ښه والي له كار روان دے٬ 8 جديد رېلوے سټېشنې به جوړولې شي۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې