د وزیراعظم واپډا ته د برېښنا پېداوار زياتولو او د سېلابونو مخنيوي له ټولو هېواد كښې د تالابونو جوړولو كار تندولو امر
اسلام آباد(پاکستان نیوزپوائنٹ 16اگست 2016ء) وزیراعظم محمد نواز شریف واپډا ته د برېښنا پېداوار زياتولو او د سېلابونو مخنيوي له ټولو هېواد كښې د تالابونو جوړولو كار تندولو امر كړې دې ۔
وزیراعظم د نهې په ورځ په خپل كور د واپډا چيئرمېن ظفر محمود سره ملاقات كښې سپارښتنه وكړه چې په اړوندو پرمختيائي پروژو كار تند كړئ او د پن برېښنا زيات پېداوار امكانات
ولټوئ۔
وزیراعظم ووئيل واپډا بايد هېواد كښې د اوبو او پن برېښنا وسائلو زياتولو له په تندۍ سره كار وكړي۔ ده ووئيل د ارزانې برېښنا پېداوار سره به صارفينو ته اسانۍ او د تالابونو جوړېدو سره به د اوبو ضرورت ترسره كېدو له مرسته ترلاسه شي۔
د واپډا چيئرمېن وزيراعظم هېواد كښې د پن برېښنا په بېلو روانو پروژو د پېشرفت نه خبر كړو۔ (وا/ض ض/ګ ل/1851)