چوهدري نثار علي خان سره د چين سفير وليدل٬ كوئټه كښې د ترهه ګرۍ د پېښې غندنه٬ په قېمتي ځاني زيان د غم دړد څرګندونه د چین او پاکستان تر ډېرې مودې او بې لوثه ملګرتيا د امن او پرمختګ مخالفو قواو له د پرېشانۍ سوب ده٬ خو څوك په دې لار كښې خنډ نشي جوړېدې۔د چين سفيرپاکستان د سي پېك منصوبې زر تر زره بشپړولو عزم لري٬ د چين د انجينئرانو اوكارمندانو امنيت ته وړومبۍ پاملرنه كوٶ۔ د كورنيو چارو وزير

اسلام آباد(پاکستان نیوزپوائنٹ 15 اگست2016ء) د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان سره د چين سفير سن وي ډانګ د ګل په ورځ لېدلې دي ۔

د چين سفير كوئټه كښې د ترهه ګرۍ د پېښې غندنه كولو سره په قېمتي ځاني زيان د غم دړد څرګندونه كړې ده ۔د دا خله وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې د چين سفير ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د چين حكومت او اولس پاكستانو ورڼو سره ولاړ دے٬ چين د منطقې امن له د پاكستان د هڅو ستائنه كوي۔

د چین سفیر ووئيل د چین او پاکستان تر ډېرې مودې او بې لوثه ملګرتيا د امن او پرمختګ مخالفو قواو له د پرېشانۍ سوب ده٬ خو كوم قوت خنډ نشي جوړېدې۔

په دې موقع د كورنيو چارو وزير چوهدري نثار علي خان ووئيل د دواړو هېوادونو ستراتېژكي اړېكي منطقه كښې د ښه امن او پرمختګ زمه وارې دي۔

ده ووئيل پاکستان د سي پېك منصوبې زر تر زره بشپړولو عزم لري٬ د چين د انجينئرانو او وركرانو امنيت ته وړومبې پاملرنه كوٶ۔ (وا/ض ض/ګ

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې