ايران د كوئټه او پاراچنار ترهګرۍ پېښو په سختو ټكو كښې غندنه وكړه

تهران(پاکستان نیوزپوائنٹ 24جون2017ء) ایران د كوئټه او پارا چنار ترهګرۍ پېښو په سختو ټكو كښې غندنه كړې۔ د ايراني ميډيا ترمخه د ايران خارجه وزارت وياند بهرام قاسمی د خالي په ورځ خپل يو بيان كښې

د ترسره شويو بمي بريدونو په نتيجه كښې د بې ګناه او تش لاسې وګړو ځانونو په زيان د خواخوږۍ څرګندونه كړې۔

بهرام قاسمي د افسوس وړ په دې پېښه پاكستاني اولس او حكومت سره غمرازي هم كړې۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ