د پاكستان سلامتيا٬ بقا او استحكام لپاره به هره يوه دنياوي ګټه قربان كړو٬ ټول قوم دترهګرې په ضد يو موټې دے٬ كه د قائداعظم مشري نه وې نو د پاكستان قيام ممكن نه و٬زمونږ پوځ٬ د سلامتيا ادارو٬ پوليسو او اولس كه وينه نه وې وركړې نو د هېواد بقا اوسلامتيا به ممكنه نه وه٬ سږ كال 14م اګست د كشميريانو په نوم كوو كومو چې د رياستي جبر مقابله وكړه خو د ازادې جذبه ئې ژوندې وساتله۔ د وزيراعظم محمد نواز شريف د ازادې ورځې په موقع د قوم په نوم پېغام

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 13 اگست 2016ء) وزيراعظم محمد نواز شريف وئيلي دي چې د پاكستان سلامتيا٬ بقا او استحكام لپاره به هره يوه دنياوي ګټه قربان كړو٬ ټول قوم د ترهګرې په ضد يو موټې دے٬ كه د قائداعظم مشري نه وې نو د پاكستان قيام ممكن نه و٬ زمونږ پوځ٬ د سلامتيا ادارو٬ پوليسو او اولس كه وينه نه وې وركړې٬ نو د هېواد بقا او سلامتيا به ممكنه نه وه٬ سږ كال 14م اګست د كشميريانو په نوم كوو كومو چې د رياستي جبر مقابله وكړه خو د ازادې جذبه ئې ژوندې وساتله۔

وزيراعظم دا خبرې د ازادې ورځې په موقع د قوم په نوم په خپل پېغام كښې كړې دي۔ وزيراعظم ووئيل چې د 14 اګست ورځ روايتي خوشحالې سره د غم احساس هم رانغاړلې دے٬ د كوئټې د شهيدانو غم لا هم تازه دے٬ نن مونږ هغه شهيدان هم يادوو كومو چې ازادي په ځائ ساتلو لپاره خپل ځانونه قربان كړي دي۔

دا ورځ د پاكستاني قوم د دې عزم سره پېل كېږي چې پاكستان به د لوي څښتن په فضل تل قائم وي۔ وزيراعظم ووئيل چې د كال 1965م جذبه نن هم پوره زور سره ژوندې ده كله چې د پاكستان پوځ او اولس يو ځائ د دښمن مقابله كړې وه۔

دا د ازادې ورځ په دې وجه هم يادګار ده چې په دې ورځو كښې په مقبوضه كشمير كښې د ازادې جذبه په خپل عروج ده٬ د كشميريانو نوي

نسل يوې نوې جذبې سره د ازادې بېرغ هسك كړے۔

وزيراعظم ووئيل چې سږ كال 14م اګست د كشميريانو په نوم كوو كومو چې د رياستي جبر مقابله وكړه خو د ازادې جذبه ئې ژوندې ساتلې۔

وزيراعظم ووئيل چې د ازادې ترلاسه كول چې څومره مشكل دي حفاظت ئې د دې نه هم زيات مشكل دے٬ كه د قائداعظم مشري نه وې نو د پاكستان قيام ممكن نه و٬ زمونږ پوځ٬ د سلامتيا ادارو٬ پوليسو او اولس كه وينه نه وې وركړې نو د هېواد بقا او سلامتيا به ممكنه نه وه۔

وزيراعظم ووئيل چې نن مونږ ټول شهيدان يادوو ٬هغوي د رياست په هره څانګه كښې دي٬ په هر يو سياسي ګوند كښې دي٬ د ژوند په هره طبقه كښې دي٬ په هر مسلك كښې دي٬ په هر مذهب كښې دي٬ دا ټول پاكستانيان دي٬ دا د يو قوم خلق دي٬ مونږ شهيدانو ته د عقيدت پېرزوينه وړاندې كوو او د دوي روحونو ته سلام كوو٬ دا ټول د دې خبرې اعلان كوي چې قوم د ترهګرو په ضد يو موټې دے۔

ده ووئيل چې نننۍ ورځ مونږ ته لوظ كول دي چې تر څو ژوندي يو د پاكستان سلامتيا٬ بقا او استحكام لپاره به هره يوه دنياوي ګټه قربان كړو٬ مونږ به د شهيدانو روايت مخ په وړاندې بوځو چې دغسې زمونږ نه پس نړۍ زمونږ په حق كښې داسې شهادت وركړي كوم چې نن مونږ خپلو شهيدانو لپاره وركوو۔

﴿م ع/ م ع2106﴾

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې