د قامي سلامتيا كمېټۍ غونډه نن پارلېمېنټ هاؤس كښې كیږي

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 22مئ2017ء) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د پارلېمنټ د قامي سلامتيا كمېټۍ غونډه نن د نهې په ورځ پارلېمېنټ هاؤس كښې رابللې۔

د قامي اسمبلۍ سېکرټرېټ ذريعو ترمخه غونډه كښې به د کلبھوشن یادیو په اړه د انصاف نړيوال عدالت پرېكړې څخه وروستو د رامخې ته شوي صورتحال

جاج اخستلې شي۔

د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق به د غونډې مشري كوي۔ غونډې كښې به د كمېټۍ غړي ګډون كوي او د خارجه وزارت لخوا به ددې معاملې په اړه بشپړ بريفېنګ وركولې شي۔

دا خبره دې ښكاره وي چې د قامي سلامتيا كمېټۍ دې غونډې رابللو غوښتنه د پاكستان پيپلز ګوند لخوا شوې وه۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ