د عرفان صدیقي د بي آئي اېس پي چيئرپرسن ماروي مېمن سره ملاقات

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 19مئ2017ء) د وزیراعظم د قامي تاريخ او ادبي ورثې سلاحكار عرفان صدیقي وئيلي دي چې بې نظير انكم سپورټ پروګرام (بي آئي اېس پي) د غربت خاتمه او مستحق كورنيو له مالي مرسته وركولو كښې مهم كردار لوبوي۔

عرفان صديقي دا خبره د بي آئي اېس پي چيئرپرسن ماروي مېمن سره خپلو

خبرو كښې وكړه چا چې د جمعې په ورځ په قامي تاريخ او دبي ورثه ډويژن كښې عرفان صديقي سره ملاقات وكړو۔

ده ووئيل د حكومت لخوا د خېر ښېګړې كارونو ته پراختيا وركول خوشبينه كار دے۔په دې موقع ماروي مېمن د خپلې ادارې لخوا د بې وسه كسانو مرستې لپاره جوړ كړې شوې راپور هم عرفان صديقي ته وړاندې كړو۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې