ترهګري د نېشنل اېكشن پلان د لارې په مكمل توګه ختم كېدے شي۔ ډاكټر محمود علي
اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 09 اگست2016ء) سينئر تجزيه كار ډاكټر محمود علي وئيلي دي چې ترهګري د نېشنل اېكشن پلان د لارې په مكمل توګه ختم كېدے شي۔
راډيو پاكستان سره په خبرو كښې ده ووئيل چې ترهګري يوه نړيواله مسئله ده او د نړې ډېر هېوادونه دې خطر سره مخ دي۔
ده ووئيل چې پاكستان د ترهګرې له امله په سختو ځپل شويو هېوادونو كښې شامل دے۔
ده ووئيل چې پاكستان د ترهګرو په ضد جنګ كښې ډېرې ځاني قربانې وركړې دي۔
د كوئټې پېښې په اړه ده ووئيل چې په دې افسوس ناكه پېښه كښې بې ګناه خلق په نښه كړې شوي دي۔ ده ووئيل چې ترهګري د نېشنل اېكشن پلان د لارې په مكمل توګه ختم كېدے شي۔
ده ووئيل چې سرلښكر او سول مشرانو د وروستي ترهګر تر خاتمه د عملياتو روانو ساتلو د عزم څرګندونه كړې۔