انجينئر بلیغ الرحمان د كوئټې پېښې پحقله قامي اسمبلۍ ته تفصيلات وړاندې كړه
اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 08 اگست 2016ء) د كورنيو چارو دوهم وزير انجينئر بلیغ الرحمان د كوئټې پېښې پحقله قامي اسمبلۍ ته تفصيلات وړاندې كوولو كښې ووئيل تر اوسه د ترلاسه شويو اطلاعات له مخې په بمي چاودنه كښې 69 كسان مړه او 90 نه زيات ژوبل شوې دي ۔
د ګل په ورځ قامي
اسمبلۍ غونډه كښې خپل وړومبي بيان كښې ده ووئيل ترهه ګرو سهار وختي د بلوچستان بار په صدر بلال انور کاسي بريد كړې ؤ دغسې د وكيلانو ٬ پوليس اهلكارو پشمول نور خلق روغتون كښې راجمع وو چې ځانمرګي بريد پرې وشو او په ترڅ كښې ئې 69 كسان مړه او د 90 نه زيات ژوبل شول۔