د دفاع وزير خواجه محمد آصف د كوئټې په سول روغتون كښې د بمي چاودنې او د ډزو دپیښې په سختو ټكو غندنه وكړه ٬ د ترهه ګرو بزدلانه اقدام زمونږ عزم كمزورې كولې نه شي٬ترهه ګري به په هر صورت له مينځه وړلې شي۔خواجه آصف

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 08 اگست 2016ء) د دفاع وزير خواجه محمد آصف د كوئټې په سول روغتون كښې د بمي چاودنې او ډزو د پیښې په سختو ټكو كښې غندنه كړی ده چې په نتيجه كښې يې ګڼ شمېر كسان مړه او ژوبل شوي دي ۔

پھ خپل يو بيان كښې ده ووئيل د ترهه ګرو بزدلانه اقدام زمونږ عزم

كمزورې كولې نه شي٬ترهه ګري به په هر صورت له مينځه وړلې شي كه هغه په هر صورت وي۔

د دفاع وزير خواجه محمد آصف دعا وكړه چې لوے څښتن دې پھ حق رسېدليو له د خپل رحم په پلو كښې ځاې او غم جنو كورنيو له د زغم توفيق وركړي۔ده پھ پېښه كښې ژوبل شويو زر روغتيا له هم دعا وكړه۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې