سپريم كورټ د آرټيكل 184 ترمخه په ډاګه كړی چې وزيراعظم د چوكۍ څخه اخوا كېدې نشي٬په پريكړه مخالفه ډله د مايوسۍ ښكار شوې۔سېنېټ كښې د حكومتي ډلې مشر راجه ظفرالحق د پارلمان په خوا كښې مېډيا سره خبرې

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 21اپریل2017ء) سېنېټ كښې د حكومتي ډلې مشر راجه ظفرالحق وئېلي دي د سېنېټ غونډې ځنډولو پريكړه سمه نه ده٬ سپريم كورټ د آرټيكل 184 ترمخه په ډاګه كړی چې وزيراعظم د چوكۍ څخه اخوا كېدې نشي٬د پريكړې په راتلو مخالفه ډله د مايوسۍ ښكار شوې۔

د جمعې پھ ورځ د پارلمان په خوا كښې د مېډيا سره خپلو خبرو كښې ده ووئيل مونږ پھ پارلمان كښې خبره كول غوښتل او چيئرمېن غونډه وځنډوله۔

ده ووئيل د 2013 په ټول ټاكنو كښې د داسې بې قلارۍ په نتيجه كښې پيپلز ګوند ماتې سره مخ شوې ؤه او دا حركتونه به سباؤن كښې هم د هغوي د ماتې سوب وګرځي۔

ده ووئيل

پيپلز ګوند په سېنېټ كښې د جے آئي ټي رد كولو اعلان كړی وو خو سپريم كورټ د پانامه كيس پريكړی سره په ډاګه كړه چې د آئين آرټيكل 184 ترمخه وزيراعظم چوكۍ څخه اخوا كېدې نشي۔

د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل عدالت د جے آئي ټي جوړولو حكم كړی او د وزيراعظم وكيلان هغې ته هم ځواب وركولې شي۔د يوې بلې پوښتنې په ځواب ده ووئيل دلته يو كس وئېلي دي چې عدالتونه د نواز شريف پھ ضد چرې هم پريكړه نه كوي۔

د دې مطلب دا دے چې عدالتي پريكړه د نواز شريف پھ حق كښې ده۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل دا ضروري نه ده چې وزيراعظم استعفٰی وركړي او جے آئي ټي ته وړاندې شي۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې