پاکستان د ترهه ګرۍ ٬ بدعنوانۍ او منظمو جرمونو مخنيوي له د سارك غړيو هېوادونوسره په ګډه د كار كولو بشپړ عزم لري٬ په ضرب عضب عملياتو او په نېشنل اېکشن پلان په موثره توګه د عملدرآمد د لارې د ترهه ګرۍ په ضج غوره كاميابۍ ترلاسه شوې٬ دمنطقې پرمختګ او سوكالۍ له مواصلاتي رابطې ډېرې ضروري دي۔دوزیراعظم محمد نواز شریف د سارك داخله وزيرانو د 7م كنفرنس پرانستې غونډي ته وېنا

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 04 اگست 2016ء) وزیراعظم محمد نواز شریف وئيلي دي پاکستان د ترهه ګرۍ ٬ بدعنوانۍ او منظمو جرمونو مخنيوي له د سارك غړيو هېوادونو سره په ګډه د كار كولو بشپړ عزم لري٬ په ضرب عضب عملياتو او په نېشنل اېکشن پلان موثره عملدرآمد سره د ترهه ګرۍ په ضد غوره كاميابۍ ترلاسه كړې شوې دي۔

وزیراعظم محمد نواز شریف دا خبرې د زيارت په ورځ د سارك داخله وزيرانو د 7م كنفرنس پرانستې غونډي ته خپله وېنا كښې كړې ۔

وزیراعظم ووئېل دا وژن به سږ كال نومبر كښې د پاكستان په كوربتوب كښې د سارك 19م سمټ اېجنډې له مرستياله وګرځي ۔ وزیراعظم د سارك داخله وزيرانو ته ووئيل په قامي كچه پاكستان په ضرب عضب عملياتو او په نېشنل اېکشن پلان په موثره توګه د عملدرآمد د لارې د ترهه ګرۍ په ضد پياوړې كاميابۍ ترلاسه كړې او دا كاميابۍ خپلې خاورې څخه د ترهه ګرۍ لعنت خاتمې له د حكومتي عزم عكاسي كوي ۔

وزیراعظم ووئيل د چلېنجونو باوجود سارك په سوئيلي اسياء كښې د سيمه اېزې همكارۍ مقصد ترلاسه كولو له د ذكر وړ كردار لوبولې خو تنظیم زيات موثره او فعاله جوړولو له حكومتونو او سارك ادارو له ضروري ده چې ھغوي تنظيم زيات ګټور جوړولو له هڅې وكړي ۔

وزیراعظم ووئيل د سارك سيمه د بشري او قدرتي پنګو نه معموره ده٬ د خپل اولس امن او سوكالۍ له سيمه ايز صلاحتونه په ښه ډول كارولو له يو پلېټ فارم ته اړتيا ده ۔

وزیراعظم نواز شریف ووئيل دا ډول اپروچ د پرمختګ او امن ناكه ګاٶنډيتوب لپاره زمونږ د حكومت د امن وژن سره يو والې لري ۔

ده ووئيل پاكستان

د سارك په منشور كښې بيان كړې شوې اغراض او مقاصد مخ په وړاندې بوتللو له د سارك لخوا د پورته كړې شوېو ګامونو مرستياله دے ٬ پاکستان پوهېږي چې د منطقې پرمختګ او سوكالې له مواصلاتي رابطې ډېرې ضروري دې او ھغه په منطقه كښې دننه د سترو لارو٬ فضائي ٬ رېل او د سمندري رابطو اصولي مرسته كوي ۔

ده ووئيل بايد سارك منطقه كښې سماجي او اقتصادي پرمختګ له خوښي لرونكو هېوادونو سره رابطې ښې كړې ۔وزيراعظم ووئيل د سارك په چارټر كښې بيان كړې شوې مقاصد او هدفونه ترلاسه كول زمونږ د ټولو اجتماعي ذمه واري ده ٬ ده هيله ولرله چې غونډه كښې شوې پرېكړې به د غړيو هېوادونو ترمېنځه مرستې زياتولو له زمونږ هڅو له تقويت وركړي ۔

وزیراعظم ووئيل په سيمه كښې امن٫ آزادي٬ سماجي انصاف او قتصادي خوشحالۍ له نزدې درې لسيزې وړاندې سارك تنظيم جوړ كړې شوې وو۔

ده ووئيل د زياتو شويو رابطو او عالمګيريت سره غړيو هېوادونو ته مشتركه چېلنجونه او اندېښنې ورپېښې شوې ۔ ده ووئيل ترهه ګري ٬ د نشه اي توكو تجارت ٬ سائبر كرائم او د مېرمنو او ماشومانو د ټرېفكنګ مخنيوي له مشتركه لائحه اړتيا لري ۔

دې څخه وړاندې د سارك عمومي سېكتر ارجن بهادر تھاپا ووئيل نشه اي توكې ٬ ترهه ګري٬ سائبر كرائم او د نورو نړيوالو جرمونو مخنيوي له كوټلې اقداماتو ته اړتيا ده ۔

ده ووئيل سارك د هر ډول ترهه ګرۍ غندنه كوي ٬ د دې لعنت مخنيوي له د غړيو هېوادونو ترمېنځه كوټلې مرسته پكار ده ۔ عمومي سېكتر ووئيل د سارك 7مه غونډه به د تېرو غونډو په پرېكړو د پېشرفت جاج اخلي ۔(وا/ض ض/ګ ل/1805)

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې