سي پېك په نړۍ كښې تر ټولو لويه پرمختيائي منصوبه ده۔ د روان كال تر پايې به راهدارۍ څخه د هېواد ټولو صوبو ته يو ډول ګټې ترلاسه كېدل پېل شي۔ اوږد ٬ پراخا اومحفوظ سړكونه ٬ د توان پروژنې ٬ انډسټريل پاركس او د ګوادر بندرځائې منصوبه د سي پېك برخه ده۔ د دې بشپړ كېدل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ ځپلي پاكستان له د روښانه سباؤن زېرے دے۔ د بلوچستان او خېبر پختونخوا وروستو پاتې سيمو اولس له به دپرمختګ نوے دور پېل شي۔
اسلام آباد ۔(پاکستان پوائنٹ نیوز 03 -اگست 2016ء) پاک چین اقتصادی راهداری (سی پېک) منصوبه نړۍ كښې جاري تر ټولو لويه پرمختيائي منصوبه ده۔
د 46 ارب ډالر مالیت دې منصوبه كښې اوږد ٬ پراخا او محفوظ سړكونه ٬ د توان پروژنې ٬ انډسټريل پاركس او د ګوادر بندرځائې شامل دے۔
د دې بشپړ كېدل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ ځپلي پاكستان له د روښانه سباؤن زېرے دے۔ د بلوچستان او خېبر پختونخوا وروستو پاتې سيمو اولس له به د پرمختګ نوے دور پېل شي۔
د شورؤ په ورځ د منصوبه بندۍ او پرمختګ وزارت چارواكو اے پي پي ته ووئيل د روان كال تر پايې به د سي پيك ګټې د هېواد ټولو صوبو ته يو ډول ترلاسه كېدل پېل شي۔
د سی پېک د لنډې مودې منصوبې به 2017۔2018 او د اوږدې مودې منصوبې به 2020ء څخه تر 2030ء بشپړ شي۔ د كراچۍ بن قاسم پاور پلانټ به د راروان كال تر پايې د برېښنا پېداوار پېل كړي۔
په كوئلې چلېدونكې د 660 مېګاواټ 2 پاور پلانټس جوړېدو څخه به 1320 مېګاواټ برېښنا نظام كښې شامل كړے شي چې ورسره به شارټ فال كم شي۔
دوئي ووئيل د منصوبې محور ګوادر دے چرته چې سي پېك منصوبه بحيره هند سره ملاويږي۔دې ځائې څخه به ټول وسائل د پاكستان مركز او لوئيديز چين ته ځي۔
دغسې پاكستان او چين كښې تيار كړے شوے مال به ټولې نړۍ ته لېږلې شي۔ ګوادر به د سي پېك ګېټ وے وي۔ د دې پیړۍ تر ټولو لويه منصوبه ده دا ضائع كولې نه شو۔
د منطقې درې اربه اولس به دې منصوبې څخه استفاده كوي۔ دوئي ووئيل د دې منصوبې تر سېوري لاندې تجارتي مركزونه جوړ كړې شوي دي چې ورسره به د هېواد معيشت مستحكم شي۔
د ځائي مصنوعاتو تر نريوالو منډيانو فوري رسنه به ممكن شي۔ د روزګار نوې موقعې به رامخې ته شي چې ورسره به د پاكستان د اېشين ټائيګر جوړېدو خوب ريښتيا شي۔(وا/وس/1836)