د طورخم په پوله د باب پاكستان ګيټ د تعمير عمل بشپړ شو

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز 03 -اگست 2016ء) د پاكستان او افغانستان ترمينځه د طورخم په پوله د باب پاكستان ګيټ د تعمير عمل بشپړ شو۔

د سركاري ذريعو له مخې دا ګيټ د پاكستان پولې 37 ميټره دننه جوړ شوې٬

د دې ګيټ د جوړولو مقصد پھ غېر قانوني توګه د تګ راتګ مخ نيوي او د پولې انتظام ښه كول دي۔

د دې ګيټ جوړېدو سره به د دواړو هېوادونو ترمينځه د وګړو تګ راتګ٬د څيزونو او ګاډو تګ راتګ هم آسان شي۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې