د پوليو مخ نيوي اسلامك اېډوائزر ډلې د پاكستان او افغانستان څخه د پوليو لرې كولو لپاره د مرستې باور

اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیوز 02 -اگست2016 ء) د پوليو د مخ نيوي اسلامك اېډوائزري ډلې د پاكستان او افغانستان څخه د پوليو خاتمې لپاره د يو وركنګ پلان منظورۍ او د بشپړه مرستې باور وركړې۔

د دې خبرې اعلان د پوليو د مخې نيوي د اسلامك اېډوائزري ډلې په جده كښې د اسلامي پرمختيائي بانك په مركز كښې د كلنې غونډې پھ مهال شوې۔

د غونډې څخه وروستو يو بيان كښې وئېلي شوي دا ډله د نړۍ څخه د پوليو خاتمې لھ په عزم باور لري۔دې ډلې ويكسينشېن د ناروغتيا

د خاتمې يوه مهمه ذريعه ګرځولې۔

دا ډله دا تائيد كوي چې د وېكسينېشن دا عمل او مقاصد د اسلامي قوانين له مخې دي۔دا ډله د دې خبرې پخلې كوي چې د مور او پلار دا مذهبي فريضه ده چې خپل كاشومان د ناروغتيا څخه بچ كولو لپاره حفاظتي واكسين لازمي وركړي۔

د اسلامك اېډوائزري ډلې غونډې ته د روغتيا د نړيوال تنظيم ريجنل ډائرېكټر هم وېنا وكړه۔ده د پوليو په ضد جنګ كښې د پاكستان او افغانستان د حكومتونو مرسته او فعاله كردار وستائېلو۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې