موسمياتي بدلون لپاره د قامي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ غونډه هېواد كښې د سېلاب اوبه ذخيره كولو لپاره د تالابونو جوړولو او بحالۍ له د قامي اتھارټۍ جوړولو سپارښتنه

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز۔ یکم اگست۔2016ء) موسمياتي بدلون لپاره د قامي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ هېواد كښې د سېلاب اوبه ذخيره كولو په لړ كښې د تالابونو جوړولو او بحالۍ له د قامي اتھارټۍ جوړولو سپارښتنه كړې ده ۔

د قائمه كمېټۍ غونډه د ګل په ورځ د چيئرمېن ډاكټر حفيظ الرحمن په مشرۍ كښې وشوه۔ غونډه كښې د پاكستان فارېسټ آئي جي سیّد محمود ناصر كمېټۍ ته بريفېنګ كښې ووئيل د هېواد په بېلو برخو كښې د اوبو بهېدونكو ځايونو د تجاوزات په سوب د سېلاب مسئله زياته شوې۔

ده ووئيل د سېلاب اثرات كمولو او د چاپېرچل او جنګلي حيات ساتنې له د اوبو ځايونو بحالي ډېره مهمه ده۔ ده ووئيل د پاك چين اقتصادي راهدارۍ سره تلونكي اباسين سيند كښې د زياتو سېلابي اوبو ذخيره كولو او د لوئے او منځومانې سېلا ب درجې د اوبو

ځايولو ګنجائش شته۔

ده ووئيل سي پېك سره د تالابونو په شكل د تازه اوبو شته والې د منصوبې پياوړتيا له ډېر ضروري دے۔ سیّد محمود ناصر ووئيل نېشنل فاریسټ پالیسی 2015ء كښې د اوبو ځايونو په اړه د منېجمنټ اتھارټي وړاندېزونه شته ۔

په دې مهال د اېن ډي اېم اے چيئرمېن مېجر جنرل اصغر نواز كمېټۍ ته ووئيل دريابونو سره د تجاوزاتو په نتيجه كښې د سېلابي اوبو په بهېدو كښې خنډان رامخې ته كيږي۔

ده ووئيل د روان كال په مهال د پشكال موسم كښې د 20 فيصد زيات باران پېش ګوئي شوې وه او تر دې دمه 17 فيصده بارانونه شوي۔

ټول هېواد كښې د لا بارانونو كېدو هم امكان شته۔ غونډه كښې د كمېټۍ غړو سلمان حنيف ٬ طاهره اورنګزېب ٬ شائسته پروېز ٬ عبد القادر خان او د موسمياتي بدلون وفاقي وزير زاهد حامد هم ګډون وكړو۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې