نړۍ پھ مقبوضه كشمير كښې د هند په ظلمونو خاموشه ده۔ ډاكټر پروېز اقبال چيمه

اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیوز۔ یکم اگست۔2016ء) نامتو تجزيه كار ډاكټر پروېز اقبال چيمه وئېلي دي چې نړۍ پھ مقبوضه كشمير كښې د هند په ظلمونو خاموشه ده۔

راډيو پاكستان سره په خبرو كښې ده ووئيل چې هندي ځواكونه پھ بې ګڼاه كشميريانو ظلمونه كوي٬تراوسه 60 كشميريان شهيدان شوي او د دوو زرو نه زيات ژوبل شوي۔

ده ووئيل په مقبوضه كشمير كښې د هند پھ ظلمونو هر څوك افسوس

كوي خو نړيواله ټولنه خاموشه ده۔كشميريان د هند ظلمونو په ضد په احتجاج دي او هندي ځواكونه پھ دوي ګولۍ وروي۔

ده ووئيل چې پھ مقبوضه كشمير كښې په روانه رياستي ترهه ګرۍ امريكې هم اندېښنه ښودلې او د مسئلې د حل كولو په ضرورت يې زور راوړې۔

د پاكستان د ملاتړ پھ اړه د پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې پاكستان به د كشميريانو اخلاقي او سياسي ملاتړ جاري ساتي۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې