د سندھ نوې صوبائي كابينې وزيرانو ٬ سلاكارو او خاص مرستيالو ته قلمدانونه وسپارلې شول

کراچی (پاکستان پوائنٹ نیوز۔30 جولائی۔2016) د سندھ نوې صوبائي كابينې وزيرانو ٬ سلاكارو او خاص مرستيالو ته قلمدانونه وسپارلې شول۔

د وزيراعلی هاؤس څخه جاري كړې شوې اعلاميې ترمخه نثار احمد کھوړو ته د فوډ او پارلیمنټری افیئرز، مخدوم جمیل الزماں ته د ریونیو اېنډ ریلیف، جام مهتاب ډهر ته د تعليم ، ډاكټر سکندر مېندھرو ته د روغتيا ، سردار علی شاہ ته د كلتور ، محترمه شمیم ممتاز ته د سوشل وېلفیئر، مکېش کمار چاؤله ته د اېکسائز،

جام خان شورو ته د لوکل ګورنمنټ او سهېل سیال ته د كركيلې قلمدان وسپارلے شو۔

مولا بخش چانډیو به د اطلاعاتو، اصغر جونېجو د مائنز اېنډ منرل، سعید غنی د لېبر او مرتضی وهاب به د لاء اېنډ اېنټی کرپشن سلاكار وي۔

اعلاميه كښې دا هم وئيلي شوي چې ډاكټر کھټومل اقلیتی چارو ٬ ارم خالد ترقی نسواں، غلام شاہ جیلانی اوقاف، زکوةٰ او مذهبی چارو او ډاكټر سکندر سومرو انفارمېشن ټېکنالوجی له خاص مرستيال غوره كړے شوے۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې