بیونس آئرس(پاکستان نیوزپوائنٹ14ستمبر2017ء) اسرائیلی وزیراعظم بینجمن نېتن یاهو وئيلي دي د ايران د متنازعه اتومي پروګرام مخنيوي له د نړيوالو قواو او د ايران ترمېنځه شوې لوظنامه يا خو ختمول پكار دي يا په دې كښې بدلون كول لازمې دے۔
د المان د خپرونو ادارو له مخې ده دا بيان په بېونس آئرست كښې د كوربه
هېواد اولس مشر ماروسيو ماكري سره د يو ملاقات نه پس وركړې۔
نېتن ياهو د خپلې دورې په مهال څو ځله په ايران تنقيد كړې ۔ ھغه تور لګولې چې د ايران حكومت په نړيواله كچه د ترهه ګرۍ مرسته كوي۔
دا خبره د يادونې وړ ده بېنجمن نېتن د لاطينې امريكې هېواد دوره كونكے وړومبنې اسرائيلي وزيراعظم دے۔