مقبوضه كشمير – هندي ځواكونو د تېرې مياشتې جنورۍ په مهال 13 كشميريان شهيد كړل

مقبوضه كشمير – هندي ځواكونو د تېرې مياشتې جنورۍ په مهال 13 كشميريان شهيد كړل

سرینګر (پاکستان نیوز پوائنٹ 01 فروری2016ء) مقبوضھ کشمیر كښې هندي عسكرو د خپلې رياستي ترهه ګرۍ روانو كاروايو په مهال تېره مياشت جنورۍ كښې 13 بې ګناه كشميريان شهيد كړي دي۔ د کشمیر میډیا سروس ریسرچ سېکشن لخوا جاري شوي راپور ترمخه مقبوضھ سيمه كښې د هندي عسكرو او پوليس اهلكارو لخوا د مظاهرچيانو په ضد پېلټ ګن ، ګولو او د اوښكو بهوونكو ګازونو په شمول د طاقت په وحشيانه توګه د كارولو په نتيجه كښې 63 كشميريان ژوبل شوي۔ په ياده شوې موده كښې د حريت لارښودو په شمول 93 عام وګړي نيولې شوي هم دي۔