د اردن باچا عبداللہ د امریکې دوهم اولس مشر مائیك پینس سره وليدل

د اردن باچا عبداللہ د امریکې دوهم اولس مشر مائیك پینس سره وليدل

واشنګټن (پاکستان نیوز پوائنٹ 01 فروری2016ء) د اردن باچا عبداللہ د امریکې دوهم اولس مشر مائیك پینس سره ليدلې دي۔ د ترکيې ميډيا له مخې د اردن باچا عبداللہ د امريكې خپلې دورې په مهال د ملاقاتونو او خبرو اترو سلسله روانه ساتلې۔ د خپلو مصروفیات په مهال ده تر ټولو اول د امريكې دوهم اولس مشر مائیك پینس سره ملاقات كړے۔ د خبرو اترو نه پس په خپل بيان كښې پینس ووئيل چې په ملاقات كښې د ترهه ګر تنظیم داعش په ضد هلو ځلو تندولو په اړه په ګامونو پورته كولو غور شوے۔

د دې نه ځانله د امریکې سفارت بیت المقدس ته په منتقل كولو هم خبره شوې۔ د دې نه پس باچا عبداللہ پینټاګون ته لاړو او د دفاع وزير جیمز میټېس د هغه هركلې وكړو۔ دا دوره پھ يو داسې وخت كښې كېږي كله چې د ټرمپ انتظامیې لخوا په 7 مسلمان هېوادونو د ویزے بندیز په سرخط خبرې اترې روانې دي۔ هيله ده نن د زيارت په ورځ به ډونلډ ټرمپ باچا عبداللہ سره ملاقات وكړي۔