چلي٬ په ځنګل د اور لګېدو له امله 6 كسان مړه

چلي٬ په ځنګل د اور لګېدو له امله 6 كسان مړه

سان تياګو (پاکستان نیوز پوائنٹ 27جنوری2016ء) د چلي په ځنګل كښې د اور لګېدو له امله 4 اور مړه كوونكي او دوه پوليس اهلكار مړه شوي دي۔ داخله وزير ماریو فرنانډېج وئيلي دي چې د دوو فائر فائټر مړي د مالو درياب څخه ترلاسه شوي دي۔ د ځنګلاتو څانګې په خپل بيان كښې وئيلي دي چې د اور لګېدو له امله 190٬000 اېكړه زمكه تباه شوې۔ ځائي خلق خپل مال اسبابو او څاروو سره محفوظو ځايونو ته روان دي۔ اولس مشر مېشل باچلېټ په اور قابو موندلو له د اضافي فنډز وركولو امر هم كړے۔ امريكې په اور قابو موندلو له د يو لك ډالرو مرستې وړاندېز كړے او دغسې فرانس او مېكسيكو هم مرستې لپاره خپلې ډلې لېږلې دي۔(م ع/ګ ل/1816)