يوآخم ګاٶك د المان د اولس مشر په حېث پخپله آخري سركاري دوره فرانس ته تللې

يوآخم ګاٶك د المان د اولس مشر په حېث پخپله آخري سركاري دوره فرانس ته تللې

پېرس (پاکستان نیوز پوائنٹ 26جنوری2016ء) يوآخم ګاٶك د المان د اولس مشر په حېث پخپله آخري سركاري دوره فرانس ته تللې۔ یوآخم ګاؤك د المان د اولس مشر په حېث د فرانس پخپله آخري دوره كښې د المان او فرانس د مرستې په زياتولو زور رواړې۔ د المانې ميډيا له مخې د فرانس اولس مشر فرانسوا اولاندې سره د خپل ملاقات نه پس د المان اولس مشر ووئيل چې د دواړو هېوادونو د اولس سوچ او قربت د اروپائي ائتلاف لا مستحكم كولو له كارول پكار دي۔

ده په دې لړ كښې د مهمو معاملو په توګه امريكا كښې د ډونلډ ټرمپ اولس مشر جوړېدل ٬ روسيې سره په روابطو كښې د پرله پسې بې يقينۍ صورتحال او د ترهه ګرۍ د خطرو هم ذكر وكړو۔ ده ووئيل د اروپائي ائتلاف د اوسني سياسي صورتحال پحقله زما او د فرانسوا اولاندې خيالات بيخي يو ډول دي۔