په شكمنو عسكريت خوښو د تشدد په حقله به د سي آئي اے او دفاع محكمې په وړاندېزونو عملدرآمد كوٶ٬

اروپا په لكهونو غېر قانوني وطن پرېښودنكو ته د فناه وركولو غلطي كړې ۔د امريكې صدر ډونلډ ټرمپ مركه

په شكمنو عسكريت خوښو د تشدد په حقله به د سي آئي اے او دفاع محكمې په وړاندېزونو  عملدرآمد كوٶ٬
اروپا په لكهونو غېر قانوني وطن پرېښودنكو ته د فناه وركولو غلطي كړې ۔د امريكې صدر ډونلډ ټرمپ مركه

واشنګټن (پاکستان نیوز پوائنٹ 26جنوری2016ء) د امريكې اولس مشر ډونلډ ټرمپ وئيلي دي د شكمنو ترهه ګرو او عسكريت خوښو د تشدد په حقله به د سي آئي اے او دفاع محكمې په وړاندېزونو عملدرآمد كوٶ٬ اروپا په لكهونو غېر قانوني وطن پرېښودنكو ته د فناه وركولو غلطي كړې ده۔ د امريكې ميډيا له مخې تېره ورځ اے بي سي نيوز سره خپله مركه كښې ډونلډ ټرمپ ووئيل كه هر څو واټر بورډنګ او د پلټنو په مهال د تشدد نورې طريقې د ټارچر په زمره كښې راځي خو په دې معامله به د سي آئي اے او دفاع څانګې په تجويزونو عملدرآمد كوٶ۔

ټرمپ ووئيل د دولت اسلامي د لاسه د امريكنيانو د سر قلم كولو په تناظر كښې "اوسپنه اوسپنه پرې كوي" د محاورې په مصداق به زه د سي آئي اے او دفاعي څانګې مشورې ته ډېر اهميت وركوم۔ خپله مركه كښې ټرمپ په لويه شمېره كډوالو ته د پناه وركولو په پاليسۍ هم تنقيد كولو سره ووئيل زه دا ګڼم چې اروپا په غېر قانوني توګه وطن پرېښودنكو ته په پناه وركولو غلطي كړې۔ ډونلډ ټرمپ ووئيل امريكا ته د لږو مسلمانانو د راتږ د اجازې په معامله په خپل دريځ كلك ولاړ يم ۔(م ع/ض ض/ګ ل/1501)