ډونلډ ټرمپ د مصر پوځي مرستې كولو له لوظي دے۔

ډونلډ ټرمپ د مصر پوځي مرستې كولو له لوظي دے۔

واشنګټن (پاکستان نیوز پوائنٹ 24جنوری2016ء) امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ د مصر پوځي مرستې له لوظي دے۔ د وائټ هاؤس وياند سين سپائسر دا خبره د ډونلډ ټرمپ خپل مصري همڅنګ الفتاح السيسي سره خبرو څخه وروستو خپل بيان كښې وكړه۔ وياند ووئيل ټرمپ په دې خبره زور راوړے چې زما حكومت دوه اړخيزه اړيكو ته لا وده وركولو له لوظي دے۔ وياند ووئيل دواړو لارښودو سباؤن كښې امريكا كښې په ملاقات كولو هم خبره وكړه۔ وياند ووئيل دواړو لارښودو د ترهه ګرۍ په ضد د شريكې مرستې په حاجت هم زور راوړو۔ دا خبره دې ښكاره وي چې پخواني امريكائي اولس مشر براك اوباما په كال 2013ء كښې د مصر كلنه مرسته 1.3ارب ډالر معطل كړې او كال 2015 كښې ئې بيا بحال كړې وه۔ (وا/ګ ل/ض ض/1530)