د ټاكنو كمېسون پنجاب او سندھ كښې د ضمنی ټاكنو پرېكړه

د ټاكنو كمېسون پنجاب او سندھ كښې د ضمنی ټاكنو پرېكړه

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز۔28 جولائی۔2016) الیکشن کمېسون پنجاب او سندھ كښې پھ بيلو خالي چوكو د ضمنی ټاكنو پولنګ لپاره د نوې نيټې پريكړه كړې ده ۔ چیف الیکشن کمشنر جسټس (ر) سردار رضا خان په مشرۍ كښې پنجاب او سندھ كښې د ضمنی ټاكنو په اړه غونډه وشوه كومه كښی چې د کمېسون نوي ټاكلې شويو غړو ګډون وكړو۔ د غونډې په مهال پريكړه وشوه چې پنجاب او سندھ په 5 سيمو كښې به ضمنی ټاكنو له نوې نيټه اعلانولې شي۔

د کمېسون د غونډې پھ مهال دا پريكړه هم وشوه چې اوسنو ټاكنو كښې د ټاكلې شويو كانديدانو نوټیفیکېشن به هم جارې كولې شي۔ دې نه وړاندې په16 جون چیف الیکشن کمشنر د پنجاب او سندھ په 5 قامی او صوبائی اسمبلیو سيمو كښې د الیکشن کمېشن غیر فعاله كيدو په سوب ټاكنې ځنډولې وي۔ په دې كښې د قامی اسمبلۍ این اے 63 جهلم، این اے 162 ساهیوال، پنجاب اسمبلۍ حلقه پی پی 232 وهاړی، پی پی 240 ډی جی خان او سندھ حلقه پی اېس 127 کراچۍ شامل دي۔(ص ف/ض ض/ګ ل/1500)