د نړۍ مونوړو كمپنو مشرانو پاكستان سرمايه كارۍ لپاره په زړه پورې هېواد ګرځولې۔

د وزيراعظم محمد نواز شریف د يو اے اي د ابراج ګروپ د ماسختن مېلمستيا كښې د خاص مېلمه په توګه ګډون

د نړۍ مونوړو كمپنو مشرانو پاكستان سرمايه كارۍ لپاره په زړه پورې هېواد ګرځولې۔
د وزيراعظم محمد نواز شریف د يو اے اي د ابراج ګروپ د ماسختن مېلمستيا كښې د خاص مېلمه په توګه ګډون

ډېووس (پاکستان نیوز پوائنٹ 20نوری2016ء) وزيراعظم محمد نواز شریف د متحده عرب اماراتو (يو اے اي) د ابراج ګروپ د ماسختن مېلمستيا كښې د خاص مېلمه په توګه ګډون كړې دې ۔ په دې موقع د نړۍ د مونوړو كمپنو مشرانو پاكستان سرمايه كارۍ لپاره په زړه پورې هېواد ګرځولې۔ د ماسختن په مېلمستيا كښې د نوموړو نړيوالو كمپنو پشمول د سټي بانك٬ يوني ليور٬ مېكنسي او نورو اعلٰې چارواكو ګډون وكړو۔

سینئر اېګزېکټوز پاکستان كښې اوسني حكومت لخوا د پورته كړې شوو ګامونو په نتيجه كښې د رامخې شوې مثبت بدلون تر مخه پاكستان كاروبار لهپه زړه پورې هېواد ګرځولې۔ هغوي د حكومت لخوا د سرمايه كارۍ پاليسو او د انفرسټركچر ښه والي لپاره د پورته كړې ګامونو په سوب سټاك ماركيټ كښې د هلو ځلو زياتېدو ستائنه كړې۔ هغوي ووئيل پاكستان كښې د معاشي پرمختګ تر ټولو مهم سوب د جمهوري حكومت استحكام دے۔

هغوي ووئيل نړۍ كښې د پاكستان پحقله د ناوړه تاثر نه يوا خوا پاكستان كښې كار كوٶنكې كمپنۍ محفوظه او په سوله ايز چاپېرچل كښې كار كوي ۔ هغوي ووئيل پاكستان كښې ځائي ماركيټونو كښې د ډېمو ګرافكس مكس له امله بهرنۍ كمپنۍ د خپلې خوښې څانګو كښې سرمايه كاري كولې شي ډيجيټل ټېكنالوجيز او آن لائن ماركيټنګ هم دا خبره په توګه كوي چې پاكستان كښې په بېلا بېلو څانګو په اړه د پرمختګ او سرمايه كارۍ ډېرې موقعې شته ۔)م ع/ض ض/ګ ل/1645)