د سوريه شخړے حل له به ډېرزر د ملګرو ملتونو په نګرانۍ كښې د امن خبر اترې پېل شي۔ فرانس

د سوريه شخړے حل له به ډېرزر د ملګرو ملتونو په نګرانۍ كښې د امن خبر اترې پېل شي۔ فرانس

پیرس (پاکستان نیوز پوائنٹ 13جنوری2016ء) فرانس وئيلي دي د سوريه شخړے حل له به ډير زر د ملګرو ملتونو په نګرانۍ كښې د امن خبر اترې وكړې شي۔ د فرانس اولس مشر فرانسو اولاند د نوې كال په پيل نورو هېوادونو كښې خپلو سفیرانو ته خطاب كښې دا غوښتنه كړې وه۔ ده ووئيل څومره زر چې كېدې شي خبرې اترې دې بحال كړې شي او دا خبرې اترې جنیوا كښې په كال 2012ء كښې د ترسره شوي فریم ورك ترمخه د ملګرو ملتونو په نګرانۍ كښې او ثالثۍ كښې كولو ته اړتيا ده۔ اولس مشر اولاند د سوريه د مخالفې ډلې پلوي دے او هغه وئيلي چې اوس د فریم ورك لپاره خبرو اترو ته حاجت نشته۔ د دې قواعد او ضوابط وړاندې نه ترسره شوې دي۔)ص ف/ګ ل/1438)