امریکائي ځواكونو تېر كال قندوز كښې 33 وګړي وژلې وو۔ ناټو

امریکائي ځواكونو تېر كال قندوز كښې 33 وګړي وژلې وو۔ ناټو

کابل (پاکستان نیوز پوائنٹ 12جنوری2016ء) د شمالي اوقیانوس دفاعي تنظیم ( ناټو) وئيلي دې امریکائي ځواكونو تېر كال قندوز كښې د خپلې دفاع به مهال 33 وګړي وژلې وو ۔ د زيارت په ورځ ميډيا د ناټو په حواله وئيلي وٶ چې تېر كال قندوز كښې يوې ودانۍ څخه په امريكائي او افغان ځواكونو ډزې وشوې او امريكائي پوځ خپله دفاع كښې د مېرمنو او ماشومانو پشمول 33 افغانان وژلي او 27 ژوبل كړي وو او په دې پېښه كښې دوه امريكائي عسكر او 3 افغان سر تيرې هم مړه شوي وو او د دغې په غبرګون كښې د قندوز وګړو سره د مړو په سړكونو احتجاج كړې ٶه خو اوس ناټو ووئيل د تېر كال ډزې امريكائي عسكرو خپلې دفاع لپاره كړې وې۔

بلخوا افغانستان كښې د امريكائي پوځ مشر جنرال نکولسن د بې ګناه وګړو وژنه د افسوس وړ ګرځولې ده ۔(ص ف/ض ض/ګ ل/1937)