او آئي سي او المان دوه اړخيزه مرسته زياتولو ته صلاح شول

او آئي سي او المان دوه اړخيزه مرسته زياتولو ته صلاح شول

جدہ ۔ (پاکستان نیوز پوائنٹ 12جنوری2016ء) د اسلامي مرستې تنظیم (او آئي سي) او المان دوه اړخيزه مرسته زياتولو ته صلاح شوي دي ۔ د ميډيا راپورونو له مخې دا اتفاق جده كښې د او آئي سي سياسي چارو لپاره عمومي سېكتر عبداللہ علیم د المان چارواكو پلاوي سره ملاقات كښې راغلې او په دې موقع د المان قونصل جنرل هم موجود ؤه۔ د ملاقات په مهال دواړو ډلو د شرېكې خوښې په چارو مرسته روانه ساتلو له د عزم پخلې كړې ۔ په دې موقع افغانستان كښې د نړيوالې رابطه ډلې راتلونكې غونډې پشمول سباٶن كښې شريكې مرستې له په مشاورت هم خبرې وشوې۔ د يادونې وړ ده او آئي سي به سږ كال فرورۍ كښې د افغانستان پحقله د نړيوال رابطه ګروپ كوربتوب كوي۔(ص ف/ض ض/ګ ل/1730)