د پاكستان ٬ هند او افغانستان سلامتيا يو بل سره تړلې ده۔ پاكستان بائد د ترهه ګرو پټې ژالې ختمولو له ګامونه پورته كړي۔ امريكائې خارجه محكمه

د پاكستان ٬ هند او افغانستان سلامتيا يو بل سره تړلې ده۔ پاكستان بائد د ترهه ګرو پټې ژالې  ختمولو له ګامونه پورته كړي۔  امريكائې خارجه محكمه

واشنګټن(پاکستان نیوز پوائنٹ 11جنوری2016ء) امريكا وئيلي دي د پاكستان ٬ هند او افغانستان سلامتيا يو بل سره تړلې ده او د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې يو بل سره مرسته به ډېره ګټوره وي۔ دا خبره د امريكې خارجه څانګې وياند مارك ټونے تېره ورځ خپل خبري كنفرنس كښې وكړه۔ ده ووئيل د منطقې درې واړو هېوادونو سلامتيا يو بل سره تړلې ده او د ترهه ګرۍ په ضد شريكې مرستې ګټه به ټولې منطقې ته ورسي۔

د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل پاكستان بايد د ترهه ګرو پټ ځايونه ختمولو له ګامونه پورته كړي۔ وياند اعتراف كړې چې د ترهه ګرو پټ ځايونه په لرو پرتو ګرانو سيمو كښې وي ولې بياهم د ترهه ګرو پټو ژالو ختمولو له د پاكستان لخوا د ګامونو پورته كولو لړۍ روانه ده۔ وياند د افغانستان پلازمينه كابل كښې د ترهه ګرۍ د اوسنو پېښو په سختو ټكو غندنه هم وكړه۔ (وا/ض ض/وس/1523)