سږ كال شاه فېصل ايوارډ د سعودي باچا شاه سلمان بن عبد العزيز له وركړے شو

سږ كال شاه فېصل ايوارډ د سعودي باچا شاه سلمان بن عبد العزيز له وركړے شو

ریاض (پاکستان نیوز پوائنٹ 11جنوری2016ء) سږ كال شاه فېصل ايوارډ د سعودي عربستان باچا شاه سلمان بن عبد العزيز له وركړې شوې دې ۔ د عرب ابلاغ وسيلو ترمخه دا اعلان د خادم الحرمېن الشريفېن صلاكحار ٬ د مكې مكرمې ګورنر او د شاه فېصل نړيوال ايوارډ كمېټۍ مشر شهزاده خالد الفېصل كال 2017ء لپاره په 5 څانګو كښې د ايوارډ ګټوونكو نامې څرګندولو په مهال وكړو۔ شاه سلمان له دا عزاز د حرمېن شريفېن د زيارت كوؤنكو په خيال ساتلو ٬ خذمت ٬ سيرت النبي ته په پام لرنه كولو او د سېرت نبوي تاريخي اطلس منصوبې لپاره او اسلامي نړۍ ته د پېښو سختو حالاتو مقابلې له د هڅو كولو په سوب وركړې شوې۔ دا خبره دې ښكاره وي چې په مجموعي توګه دا 39م شاه فېصل ايوارډ دے۔(وا/ض ض/وس/1523)