امريكا به د قطبي كوريا توغندي نه راغورځوي۔ اېش كارټر

امريكا به د قطبي كوريا توغندي نه راغورځوي۔ اېش كارټر

واشنګټن (پاکستان نیوز پوائنٹ 11جنوری2016ء) د امريكا دفاع وزير اېش كارټر وئيلي دي كه د قطبي كوريا كوم توغندې مونږ لپاره خطر نه وي نو امريكا به په پرې كوم ځوابي وار نه كوي۔ د برطاني نشریاتی ادارې ترمخه اېش كارټر د دفاع وزير په حېث خپل خبري كنفرنس كښې وئيلي دي كه امريكا لږ هم شك ولري چې دا توغندې د كوم خطر سوب دے نو راغورځوي به ئې ۔ ده ووئيل كه دغه توغندې كوم ضرر نه لري نو مونږ به ئې په ضد هېڅ كاروائي نه كوؤ بلكې دا به زمونږ لپاره ښه وي چې خپل دفاعي مواد ضائع كېدو نه وساتو۔

په دې كنفرنس كښې شامل د امريكائي پوځ میرین جنرال جوزف ډنفورډ هم د اېش كارټر د دې بيان تائيد كړے ۔ دا خبره دې ښكاره وي چې ډنفورډ به د نوي امريكائي اولس مشر انتظاميه كښې تر ټولو لوړې درجې پوځي افسر وي۔ (وا/ض ض/وس/1523)