د عراقي پوځ په بريد كښې د البغدادي د نائب پشمول 5 جنګيالي وژل شوي

د عراقي پوځ په بريد كښې د البغدادي د نائب پشمول 5 جنګيالي وژل شوي

بغداد (پاکستان نیوز پوائنٹ 11جنوری2016ء) د عراقي پوځ په بريد كښې د البغدادي د نائب پشمول 5 جنګيالي وژل شوي دي۔ د خبر له مخې د عراق امنيتي ذريعو وئيلي دي چې د موصل په اصلاح الزراعي سيمه كښې د عراقي فضائيه په بريد كښې د داعش مشر ابوبكر البغدادي نائب ابو لؤي پشمول پنځه ترهګر وژل شوي دي۔ د عراقي پوځ په يو بيان كښې وئيلي شوي دي چې جنګي الوتكو د موصل په الرشيديه او شريخان العليا سيمو كښې په موټرو كښې بمونه لګونكې دوه كارخانې هم تباه كړې دي۔ ﴿م ع/وس/1435)