په پولينډ كښې د سختې يخنۍ له امله نور 10 كسان مړه شوي٬ د مړو شويو كسانو شمېره 65 ته رسېدلې

په پولينډ كښې د سختې يخنۍ له امله نور 10 كسان مړه شوي٬ د مړو شويو كسانو شمېره 65 ته رسېدلې

وارسا (پاکستان نیوز پوائنٹ 09جنوری2016ء) په ختيز اروپائي هېواد پولينډ كښې د سختې يخنۍ له امله 10 كسان مړه شوي دي۔ د اروپائي مېډيا له مخې چارواكو وئېلي دي چې د هېواد په بېلا بېلو سيمو د واورې ورېدو له امله سخته يخني راغلې او د يخنۍ له امله لس كسان مړه شوي۔ د حكومتي شمېرو له مخې د نومبر څخه تراوسه د پولينډ په بېلا بېلو برخو كښې د سختې يخنۍ له امله د مړو شويو كسانو شمېره زياتېدو سره 65 ته رسېدلې۔ د موسمياتو محكمې له مخې ځينو سيمو كښې دا مهال درجه حرارت منفي 20 ډګري سينټي ګړېډ ته رسېدلې۔ ( م ع/ م ع/وس 1742)