چين او افغانستان د سړك جوړولو پروژه لاسليك كړه

چين او افغانستان د سړك جوړولو پروژه لاسليك كړه

كابل (پاکستان نیوز پوائنٹ 09جنوری2016ء) چين او افغانستان د سړك جوړولو يوه پروژه لاسليك كړه۔ د افغانستان ځائي مېډيا له مخې د لوظنامې د لاسليك دستوره تېره ورځ په كابل كښې د اولس مشر په ماڼې كښې وشوه۔ په دې موقع افغان اولس مشر اشرف غني هم موجود و۔ په دې پروژه به په مجموعي توګه 204 مېليونه ډالر لګښت راځي۔ د دې سړك د لارې به صوف دره يكه لانګ سره تړلې شي۔ په دستوره كښې د اسيائي پرمختيائي بانك مشر هم موجود و۔ د افغان چارواكو له مخې چينائي فرم ته ټھېكه په مېرټ وركړې شوې ده۔ ﴿م ع/ م ع1358﴾