په شمالي افغانستان كښې نامعلومو وسله والو هزاره ټولنې سره تعلق لرونكي د كانونو خواري كښ ووژل

په شمالي افغانستان كښې نامعلومو وسله والو هزاره ټولنې سره تعلق لرونكي د كانونو خواري كښ ووژل

كابل (پاکستان نیوز پوائنٹ 07جنوری2016ء) په شمالي افغانستان كښې نامعلومو وسله والو هزاره ټولنې سره تعلق لرونكي د كانونو خواري كښ وژلي دي۔ د افغانستان ځائي مېډيا له مخې دا پېښه تېره ورځ د شمالي افغانستان په بلخ ولايت كښې رامېنځ ته شوې۔ د چارواكو له مخې دا كسان په واه بركات سيمه كښې په نښه كړې شوي دي۔ په پېښه كښې نور درې كسان ژوبل شوي هم دي۔ دا كسان په ګاډي كښې روان وو چې وسله والو ايسار كړل او ګاډي نه راكوزولو سره ئې په ګولو وويشتل۔ چارواكو وئيلي دي چې دا كار طالبانو كړے خو د طالبانو لخوا په دې اړه تر اوسه كوم بيان نه دې راغلې۔ ﴿م ع/ م ع1830﴾