په تركيه كښې د ناكام پوځي بغاوت نه پس په روان كرېك ډاؤن كښې نور 6 زره ملازمين له دندې ګوښي كړے شول

په تركيه كښې د ناكام پوځي بغاوت نه پس په روان كرېك ډاؤن كښې نور 6 زره ملازمين له دندې ګوښي كړے شول

انقره (پاکستان نیوز پوائنٹ 07جنوری2016ء) په تركيه كښې د ناكام پوځي بغاوت نه پس په روان كرېك ډاؤن كښې نور 6 زره ملازمين له دندې ګوښي كړے شوي دي٬ دغسې ګڼ شمېر اېسوي اېشنز هم بند كړې شوي دي۔ د خبر له مخې د يو امر د لارې د انصاف وزارت٬ د روغتيا محكمې او د نورو وزارتونو د 6 زرو نه زيات ملازمين برطرف كړې شوي دي۔ تر اوسه د دې بغاوت نه پس په تركيه كښې د يو لك نه زيات ملازمين معطل يا برطرف كړې شوي دي۔ د بغاوت د مرستې په تور كښې د مېډيا ګڼ شمېر ادارې هم بند كړې شوې دي۔ ﴿م ع/ م ع1413﴾