تېر كال 7 زره عراقي وګړي وژل شوي۔ ملګري ملتونه

تېر كال 7 زره عراقي وګړي وژل شوي۔ ملګري ملتونه

ملګري ملتونه (پاکستان نیوز پوائنٹ 04جنوری2016ء) ملګرو ملتونو وئيلي چې د تېر كال 2016 په مهال په عراق كښې د ترهه ګرۍ او تشدد په بېلا بېلو پېښو كښې لږ تر لږه 6,878 وګړي مړه او 12,388 ژوبل شوي دي۔ د مړو او ژوبل شويو شمېره د دې څخه زياتېدې شي او دا ځكه چې دې راپور كښې د عراق لويدېزې صوبې انبار كښې د مئي ٬ جولائي او اګست مياشتې په مهال د مړو او ژوبل شويو شمېره شامله نه ده۔

د ملګرو ملتونو په راپور كښې وئيلي شوي دي چې د تېر كال دسمبر په مياشت كښې په عراق كښې ځاني زيان د دې څخه وړاندې مياشتو په مقابله كښې كم شوې۔ عراق لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي سېكتر خاص استازي جان كيوبس وئيلي دي چې په دې كښې شك نشته چې داعش موصل كښې د ترهه ګرۍ خپلو كاروايو څخه د پام ګرځولو هڅه كوي او د دې قيمت عام وګړي ادا كوي۔ ېو اېن اے اېم آئی په كال 2015م كښې په خپل راپور كښې په عراق كښې د مړو شويو شمېره 7,512 ښودلې وه۔ )وا/م ع/ګ ل/1629)