بغداد كښې د ځان مرګې موټري بمي بريد پېښه – 17 تنه مړه يو شمېر نور ژوبل

بغداد كښې د ځان مرګې موټري بمي بريد پېښه – 17 تنه مړه يو شمېر نور ژوبل

بغداد ۔(پاکستان نیوز پوائنٹ 02جنوری2016ء) د عراق پلازمينه بغداد كښې د ځان مرګې موټري بمي بريد پېښی په نتيجه كښې 17 تنه مړه او يو شمېر نور ژوبل شوي دي۔ د عراقي ميډيا ترمخه چارواكو وئيلي دي چې تېره ورځ بغداد كښې په يو انټرسېکشن يو شمېر مزدورانو كار له د تلو تياري كوله چې په دې مهال يو ځان مرګې بريد كوؤنكي بارودي مواد نه ډك موټر چاؤدنې سره والوزولو۔ د چارواكو ترمخه ددې چاؤدنې په نتيجه كښې 17 تنه مړه او يو شمېر نور ژوبل شول۔ د پولیس ترمخه د ژوبل شويو حالت نازك دے او د مړ كېدونكو شمېره زياتېدې شي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې دې څخه وړاندې نجف اشرف كښې د يوې بمي چاؤدنې په نتيجه كښې 7پولیس اهلکار وژل شوي وو۔ بلخوا داعش د دې بريد ذمه واري قبوله كړې وه۔ )م ع/وس/2041)