جنرال (ر) کېمپ بېل د تركيې په بغاوت كښې هېڅ كردار نه دې لوبولې٬ پېنټا ګون دتركيې ورځپاڼې راپور رد كړو

جنرال (ر) کېمپ بېل د تركيې په بغاوت كښې هېڅ كردار نه دې لوبولې٬ پېنټا ګون دتركيې ورځپاڼې راپور رد كړو

واشنګټن (پاکستان پوائنٹ نیوز۔26 جولائی۔2016) امريكائي جنرال جو ډنفرډ د تركيې ورځپاڼې د راپور غندونه كولو سره د امريكې په پخواني كمانډر په تركيه كښې د ناكام پوځې بغاوت تور رد كړې۔ د امريكې خبر رسنې ادارې له مخې د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن جنرال جو ډنفرډ دا راپور نامعقول ګرځولې۔ ده په پېنټاګون كښې ميډيا ته ووئيل چې جنرال كېمپ بېل په ياد شوي بغاوت كښې هېڅ كردار نه لري په دې لړ كښې د تركيې د روځپاڼې راپور بې بنسټه دے۔

د دې څخه وړاندې د امريكې دفاعي چارواكي پېټرك سائبر وائس آف امريكا ته ووئيل چې د ريټائرمنټ نه پس جنرال كېمپ بېل د تركيې دوره نه ده كړې او ھغه د تركيې په اړه د امريكائي حكومت د پاليسو مرسته كوي۔ د دې څخه وړاندې د تركيې ورځپاڼې يني سفك د بغاوت په لړ كښې ادعا كړې وه چې جان كېمپ بېل په پټه د تركيې دوره كړې او په تركيه كښې د بغاوت پلوي پوځي اهلكارو له يې اربونو ډالر وركړې ٶ۔ د يادونې وړ ده چې جنرال جان كېمپ په افغانستان كښې د ناټو مشر پاتې شوې۔(م ع/ګ ل/1614)