د سعودي پولې سره نزدې د يمن د حكومت پلوي ځواكونو او د حوثي ياغيانو ترمېنځهنښتې روانې دي٬ د وژل شويو كسانو شمېره 82 ته رسېدلې

د سعودي پولې سره نزدې د يمن د حكومت پلوي ځواكونو او د حوثي ياغيانو ترمېنځهنښتې روانې دي٬ د وژل شويو كسانو شمېره 82 ته رسېدلې

صنعا (پاکستان پوائنٹ نیوز۔26 جولائی۔2016) د يمن په شمالي لوېديزه سيمه كښې د سعودي پولې سره نزدې د يمن د حكومت پلوي ځواكونو او د حوثي ياغيانو ترمېنځه نښتې روانې دي او د وژل شويو كسانو شمېره 82 ته رسېدلې۔ د مېډيا راپورونو له مخې دا نښتې د تېر زيارت په ورځ هغه مهال پېل شوې كله چې حكومتي ځواكونو په مدي او هاجا ولايتونو بريدونه وكړل۔ په دې بريدونو كښې 34 عسكر او 48 حوثي ياغيان وژل شوي دي۔ دا نښتې په يو داسې وخت كښې پېل شوې دي كله چې د دواړو ډلو ترمېنځه د ملګرو ملتونو په څارنه كښې د سولې د مذاكراتو عمل روان دے خو لا دواړه ډلې كوم تړون ته نه دي رسېدلې۔ (م ع/ګ ل/1614)