د آزاد کشمیر اولس په ټول ټاكنو كښې عمران خان او بلاول بھټو زرداري رد كړي۔چوهدري محمد برجېس طاهر

د آزاد کشمیر اولس په ټول ټاكنو كښې عمران خان او بلاول بھټو زرداري رد كړي۔چوهدري محمد برجېس طاهر

اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیوز۔25 جولائی۔2016) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير چوهدري محمد برجېس طاهر وئيلي دي د آزاد کشمیر اولس په ټول ټاكنو كښې د مسلم ليګ (ن) په حق كښې پرېكړه كړې او عمران خان او بلاول بھټو زرداري ئې رد كړي دې ٬ د ايوان د نوي مشر ټاكنه به محمد نواز شریف د پارلماني ګوند غړيو په مشاورت كوي۔ اسلام آباد كښې خبرې کنفرنس ته خپله وېنا كښې ده ووئيل د آزاد کشمیر اولس په ټول ټاكنو كښې د مسلم ليګ (ن) په حق كښې پرېكړه كړې۔

ده ووئيل په آزاد كشمير كښې پاكې٬ سپېځلې او بې پرې ټاكنې شوې٬ د كومې ډلې لخوا د ټګۍ ثبوتونه نه دي رامخې ته شوې٬ دا ډول تورونه بې بنسټه دي۔ برجېس طاهر ووئيل وزیراعظم محمد نواز شریف په ټولو نړيوالو فورمونو د كشمير مسئله په ښه ډول پورته كړې ۔ده په نړيوالې ورورولۍ زور رواړلو سره ووئيلل چې ھغوې دې په مقبوضه كشمير كښې د هندي يرغل نوټس واخلي ٬ بايد د کشمیر كشاله د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې هواره كړې شي۔(ص ف/ض ض/ګ ل/2201)