افغان كډوال پاکستان لپاره يو لوئې چیلنج دے ' افغان پوله محفوظولو نه غيرپاکستان پھ ترهه ګرۍ قابو نه شي موندلے '

د قامی سلامتی چارو سلاحكار دايران تږ مهم دے 'مقبوضه کشمیر كښې هندي ظلمونه په نړيوال فورمز پورته كووهند سره بیك ډور یا په ټریك ټو هيڅ تماس نه لرو ، مقبوضه کشمیر كښی دهندي ظلمونو په ضد ملګرو ملتونو ' او آئی سی پشمول په نړيوال فورم به غږ پورته كوو د دفاع وزير خواجه آصف د دفاع لپاره د سېنېټ قائمه کمېټۍ غونډې او ميډيا سره خبرې

اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیوز۔25 جولائی۔2016) د دفاع وزیر خواجه آصف د افغانستان اولس مشر اشرف غنی لخوا په پاکستان د اوسني بريد تور رد كولو سره وئيلي دي د افغانستان حکومت دې د تورونو لګولو په ځائې پاکستان كښی د شته افغان كډوالو ستنيدو ته پام لرنه وكړي ' افغان كډوال پاکستان لپاره يو لوئې چیلنج دے ' افغان پوله محفوظولو نه غير پاکستان پھ ترهه ګرۍ قابو نه شي موندلے ' د قامی سلامتی چارو سلاحكار د ايران تږ مهم دے 'مقبوضه کشمیر كښې هندي ظلمونه په نړيوال فورمز پورته كوو ٬ هند سره بیك ډور یا په ټریك ټو هيڅ رابطې نه لرو ، مقبوضه کشمیر كښی د هندي ظلمونو په ضد ملګرو ملتونو ' او آئی سی پشمول په نړيوال فورم به غږ پورلته كوو ۔

ده د ګل پھ ورځ د دفاع وزير خواجه آصف د دفاع لپاره د سېنېټ قائمه کمېټۍ غونډې او دې نه پس ميډيا سره خبرې كولې۔ ده ووئيل پاکستان كښی د کوئټې شوری د دفترو تورونه هيڅ جواز نه لري ' پاکستان كښی دا مهال ګڼ شمېر افغان كډوال موجود دي او هغه د پاکستان لپاره يو لئې چیلنج دے ' ده ووئيل كه دا ټول كډوال خپل هيواد ته ستانه شول نو د پاکستان زيات معاملات به تر ډيره حده ښه شي ' ده ووئيل دې نه پس كه څه تور ولګولې شو نو پاکستان ئې ښھ ځواب وركولې شي۔

ده ووئيل حکومت د افغانستان سره د پولې محفوظولو پريكړه كړي او په دې غرض به په طورخم ور هم لګولې شي ' ټول هېوادونه د خپلو پولو انتظام ښه كولو حق لري او مونږ دغه حق کاروو۔ ده ووئيل په داخلی ځايونو امنيتي پوستې ښه كولو نه پس به د سفری دستاویزات سره تږ راتږ ممکن شي۔ده ووئيل په مونږ د ور لګولو اعتراض کونكې خپل هيواد ته د پاكستانيانو په داخليدو او د هغوي د ګاړو هم سخت چیکنګ كوي ۔

ده ووئيل كه پاکستان د خپل امنيت لپاره دا ګام پورته كوي نو بايد په دې اعتراض ونه كړې شي'دفاع وزير ووئېل پاکستان كښې په ترهه ګرۍ قابو موندلو له افغان پولې محفوظولو ته اړتيا ده۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل افغا ن حکومت دروغ وائي ' په باچا خان پوهنتون او اے پی اېس بريد كښې د هند د افغانستان د لارې د ترهه ګرۍ ټول شواهد افغان حکومت له وركړې شوي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د قامی سلامتی چارو سلاحكار د ايران تږ مهم دے او په دې كښې به په ټولو چارو خبرې كيږي۔ (ص ف/ض ض/ګ ل/2043)