په طور خم د ور لګولو كار به په 01 اګست بشپړ شي ، د پولې منیجمنټ ددواړه هيوادونو لپاره ګټه ور دے په پاك افغان پوله لوئې واړه 200 کراسنګ پوائنټس ،

پاکستان كښې په داخلی ځايونو 60 نه زيات ، د افغانستان پلو يواځې 6 پوستې جوړې كړې شوي دفاع لپاره د سېنټ قائمه کمېټۍ غونډه كښې په طور خم د بائیو میټرك سسټم لګولو وړاندېز

په طور خم د ور لګولو كار به په 01 اګست بشپړ شي ، د پولې منیجمنټ ددواړه هيوادونو لپاره ګټه ور دے په پاك افغان پوله لوئې واړه 200 کراسنګ پوائنټس ،
 پاکستان كښې په داخلی ځايونو 60 نه زيات ، د افغانستان پلو يواځې 6 پوستې جوړې كړې شوي دفاع لپاره د سېنټ قائمه کمېټۍ غونډه كښې په طور خم د بائیو میټرك سسټم لګولو وړاندېز

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز۔25 جولائی۔2016) د پاكستان حکومت لخوا د پاكستان افغانستان سره په پوله طور خم كښې د امنيت ټينګولو ' تږ راتږ مانېټرنګ لپاره جوړېدونكې ور به تر 01 اګست بشپړ كړې شي ' د انګور اډې پشمول پھ 6 لويو کراسنګ سيمو به هم دغسې ورونه لګولې شي ' د پولې منیجمنټ د دواړه هيوادونو لپاره ګټه ور دے ' پھ طور خم ګيټ تږ راتږ لپاره به د سفری دستاویزات نه غير په داخليدو بنديز وي ' پھ افغان پوله طور خم سيمه به وړاندې د ورځې 15 نه تر 20 زره كسان او د 900 نه تر 1200ګاړي تلل راتلل' د ور لګول به په غير قانونی توګه د تږ راتږ مخنيوې له تر ډيره حده مرستياله وګرځي ' دفاع لپاره د سېنټ قائمه کمېټۍ غونډه كښې په طور خم بائیو میټرك سسټم لګولو وړاندېز وركړے۔

د د ې خبرې څرګندونه وفاقی سیکتر لیفټېنينټ جنرال (ر) عالم خټك د سېنېټ قائمه کمېټۍ غونډه كښې كړي۔د غونډې مشري د کمېټۍ چیئر مېن مشاهد حسین سید كوله او په غونډه كښې وفاقی وزیر خواجه آصف ' د دفاع وزارت دوهم سېكتر ' د كمېټۍ غړو الیاس احمد بلور' لیفټېننټ جنرال (ر) عبدالقیوم'لیفټېنټ جنرال (ر) صلاح الدین ترمذی 'هدایت اللہ 'کرنل (ر) سید طاهر حسین مشهدی' محمد جاوید عباسی 'فرحت اللہ بابر 'سحر کامران ' بریګیډئر (ر) جوئن کینیتھ ویلم او نور هم موجود وو۔

د کمېټۍ غړو په غوښتنه دفاع وزارت په افغانستان پوله تيره مياشت د شويو ډزو پېښې پحقله تفصیلی بریفنګ وركړو ۔ د دفاع دوهم سېكتر کمېټۍ ته ووئيل په طور خم وړاندې هم يو ور لګولې شوے وو كوم چې تاریخی حیثیت لري '2004 كښې دغه ور د نوي كولو پھ غرض اخوا كړې شوې وو٬ دغې نه پس په بيلو پړاؤنو كښی پھ دې كار كيدو خو پاکستان كښې د ترهه ګرۍ سختې پېښې او د ترهه ګرو لخوا د چارسدې بريد 'اے پی ایس بريد كښې د افغانستان پولې كارولو شواهد ترلاسه شول نو په طور خم پوله د ور لګولو لپاره سنجیدہ ګامونه پورته كړې شول 'ډی جی ایم او پھ كچه هم رابطې وشوي او بيا د افغانستان سفیر د پاك پوځ سرلښكر جنرال راحیل شریف سره هم ملاقات وكړو ٬دغسې په 8 جون 2016 په طور خم د باقاعدہ ور لګولو لپاره كار پيل شو۔

(ص ف/ض ض/ګ ل/2043)