د ميونح بريد د پلټنو لړۍ روانه ده٬ يو افغان هلك نيول شوې

د ميونح بريد د پلټنو لړۍ روانه ده٬ يو افغان هلك نيول شوې

ميونخ (پاکستان پوائنٹ نیوز۔25 جولائی۔2016) د المان پوليسو په ميونح ښار كښې د بريد په لړ كښې يو 16 كلن افغان هلك نيولې كوم چې د بريد كونكي ملګرې ښودلې شوې۔د المان مېډيا له مخې د ميونخ ښار د ډزو د پېښې په لړ كښې پلټنې روانې دي۔پوليسو يو 16 كلن افغان هلك نيولې دې د كوم په اړه چې شك دے چې كېدے شي دې هلك ته د بريد كونكي د پلان علم وو۔د يادونې وړ ده چې د تېرې جمعې پھ ورځ يو اتلس كلن هلك په ميونخ كښې د ګڼې ګوڼې پھ سيمه كښې ډزې كولو سره 9 كسان وژلي وو۔پھ دې پېښه كښې بريد كونكې ايران نژاند وګړی پخپله هم وژل شوې وو۔(م ع/وس/1856)