چين كښې د سخت باران او سېلاب له امله 18 تنه مړه او 10 بې دركه

چين كښې د سخت باران او سېلاب له امله 18 تنه مړه او 10 بې دركه

بيجنګ (پاکستان پوائنٹ نیوز۔25 جولائی۔2016) د چين په هينان ولايت كښې د سخت باران او سېلاب له امله 18 تنه مړه او 10 بې دركه شوي۔د چين خبري اژانس له مخې چارواكو وئېلي دي چې تېره اونۍ كښې په پیل شوي باران كښې په هينان ولايت كښې 71ضلعې ځپلې شوي دي پھ دې كښې اين ينګ ښار تر ټولو زيات ځپلې شوې۔چارواكو ووئيل چې د باران او سېلاب له امله 18 تنه مړه او 10 بې دركه شوي۔د بې دركه شويو كسانو لټون روان دې۔چارواكو ووئيل چې 2 لكه كسان محفوظ ځايونو ته رسول شوي۔د چارواكو له مخې 1.1 ارب ډالرو د معاشي زيان تحمينه لګولې شوې۔(م ع/وس/1527)