د عراق په ختيز ديالا ولايت كښې پھ بمي چاودنه كښې 18 كسان مړه او 23 ژوبل شوي

د عراق په ختيز ديالا ولايت كښې پھ بمي چاودنه كښې 18 كسان مړه او 23 ژوبل شوي

بغداد 25 جولائي (اے پي پي) د عراق په ختيز ديالا ولايت كښې پھ بمي چاودنه كښې 18 كسان مړه او 23 ژوبل شوي۔د عراقي مېديا له مخې امنيتي چارواكو وئېلي دي چې د ولايتي سرښار بعقوبه څخه 15 كلوميټره لرې د ايران پولې سره نزدې په خالص سيمه كښې دا چاودنه شوې۔د چارواكو له مخې پھ دې چاودنه كښې 18 وګړي مړھ او23 ژوبل شوي۔د طبي ذريعو له مخې پھ ژوبل شويو كښې د يو شمېر حالت اندېښمن دې۔د پوليسو ځايې مشر له مخې چاودېدونكي توكي پھ يو موټر كښې په ځې كړی شوي وو او دا ځانمرګي بريد وو۔تراوسه كومې ډلې د دې بريد پړاه په غاړه نه ده اخستې۔(م ع/وس/1527)